![]() |
![]() |
|
| وړيا نازک توکي (نرم افزار)، پښتو او دري شعرونه، لنډی، متلونه، ټوکې، آموزش کمپیوتر، معلوماتي، پکتيکا |
|
د ملګرو ملتونو د سياست مربوط د بين المللي تفاهم د پوره کمښت او منځه وړلو په منظور او د دې لپاره چې د بشري نړی په ملتونو، قومونو او ولسونو کې د دايمي کنټرول نړيواله سوله ټينګه شوې وي او دنيا د يوه عدالتمند، مسالمت امېز او دموکراسی ژوند پر بنياد دوام وکړي او د نړی حالات لا نور هم داسې کړکېچن نه شي، چې په نتيجه کې د نجات ورکولو او کنټرول نه ووځي، نو په دې هيله زه تل د دې بشري ارمان د لار نور پوره تطبيق په فکر کې يم. په داسې حال کې چې پوهېږم د دومره لويو هدفونو په باره کې د نظر ورکولو معياري حق په نړی کې د ډېرو پخوا او با تجربه عالمانو، پوهانو، سياست مدارانو، حقوق پوهانو او پوره مسلکي شخصيتونو د دندو په وزن پورې تعلق نيسي، مګر د افغاني او بشري ټولنې د يوه غړي په حيث نړی کې د اوسني کړکېچن حالت، استبداد، بې عدالتيو او بې ځايه وينو تويولو سره د نفرت او مخالفت په نوم، چې نننی دنيا يې وروسته د دوهمې جهاني جګړې نه په اندېښنه او غمجن حالت کې اچولی او بشري وجدان هره لحظه لړزوي. د ملګرو ملتونو د دندو په ارتباط د نورو بشر دوستانو سره د شريک احساس په بنياد د يو لړ شخصي نظرياتو لنډ ياداشت د موضوع د لا نور تکميل په منظور د نظر د خاوندانو او لوستونکيو په خدمت کې نشر ته سپارم. د کتاب نوم: حقيقت نه پټيږي ليکوال: سردار محمد (سنګرمل وزير) د ليکنې د بشپړې لوستنې لپاره دلته کلېک وکړي |
|
جرګه په پښتنو کښې هغې مهمې غونډې ته وایي چې دا کومې قومي مشورې یا قومي قانون دِ عملي کولو لپاره راغونډیږي. پښتانه له خورا ډير پخواني تاريخ څخه په خپل منځ کې ځانګړي ملي قوانین لري چې دا تنظيمیه قوانین وخت په وخت دِ پښتنې جرګو له خوا تثبیت او ټاکل شوي دي. دا قوانین ټول پښتانه په خورا احترام مني او که کوم نا اهله پښتون د هغو څخه غاړه وغړوي دِ ټول ولس د تنفر او دښمنی مورد ګرځي په اوسنی عصري اصطلاح دِ پښتنو جرګه * هم تقنینیه حیثیت لري او هم اجرأیه او قضاءیه قوه دِ دوی په لاس کې ده. * دِ پښتنو پخوانیو مشرانو به ټولې قومي پیښې او یا دِ پرادیو ولسونو سره شخړې یعني داخلي او خارجي سیاست او واقعات به یې د همدې پښتنې جرګو په واسطه فیصله کول چې اوس هم په پښتنو کې دا قانون جاري دی. د کتاب نوم: حقيقت نه پټيږي ليکوال: سردار محمد (سنګرمل وزير) برچسبها: جرګه, پښتون, جرگه, تاجک, افغان د ليکنې د بشپړې لوستنې لپاره دلته کلېک وکړي |
|
که څه هم هره قبیله ځانته دود او دستور لري، خو دلته په ډېر مختصر ډول هغه برخې راوړو چې قریباً دِ ټولو پښتنو په منځ کښې سره ګډ او شریک دي، او دا هم باید وویل شي چې دا برخې د پښتنو پر ټول دود او دستور حلوي نه ګڼل کیږي، بلکې دا یوه نمونه غوندې ده چې هغه هم تر کومه ځایه چې لاس ته راغلي دي، لیکل شوي دي، خو که څه نیمګړتیاوې په کښې وي، پښتانه وروڼه به ما وبښي.
کتاب: حقیقت نه پټیږي لیکوال: سردار محمد سنګرمل |
|
پښتو رحمان بابا او خوشحال خان خټک
دری خلیل الله خلیلی او جامی فارسی شیخ سعدی شیرازي انګلیسی شیکسپیر ایټالوي دانسې بنګالي رابندر نات ټاکور پنجابي وارث شاه جرمني ګومیتي سنګرټ کالي داس سندي شاه لطیف بټایی عربي امراوالقیس فرانسوي سلي لاتیني درجل هندي تلسي داس یوناني هومر اردو علامه اقبال |
|
۱- یوه خبریال له ولسمشره وپوښتل: د افغانستان د اساسی قانون له تصویب څخه یو کال تېر شو خو ملي سرود لا نه دی جوړ شوي، که د اساسی قانون د هرې مدې عملي کول یو کال وخت نیسي نو اساسي قانون خو (۱۶۲) مادې لري، ایا ټول اساسي قانون به (۱۶۲) کاله وروسته عملي کیږي؟ ولسمشر ځواب ورکړ: اې وروره! د قانون عملي کول اسانه کار نه دی، په تېره بیا د ملي سرود جوړول خو بېخي سخت کار دی، په دې وطن کې له دېرشو کالو راهیسي جګړه روانه ده. ۞۞۞ د ليکنې د بشپړې لوستنې لپاره دلته کلېک وکړي |
|
۞ اباسین هم چه په کاسو شي نو وچ به شي.
۞ ابا په کور نشته له ادې ډار نشته. ۞ اتفاق ته غرونه څه دی. ۞ اثبات ثبوت نشته ړنده پاچاهي ده. ۞ اجل چه راشي زوړ او ځوان نه غواړی. ۞ اجل نه ردیږي. ۞ اختر چې تېر شي نکریځی په دیوال و تپه. ۞ اختیار نر ده اندېښنه ښځه. ۞ ارمان به کړې هلکه بیا به نه مومې ادکه. ۞ ارمان ده چې وروستی عقل ړومبی وی. ۞ ازماییلی بیا مه ازمایه. ۞ اړ (مختاج) سترګې نه لری. ۞ اسمان څومره چې غوریږي دومره نه اوري. ۞ اس ته چې خداي (ج) په قهر شي ګاډي ته ولویږي. ۞ اسمان چې وریځې ښوروی باران به وکړي – کونډه چې سترګې توره وی مېړه به وکړي. ۞ اسمان ستورو او جیني په خالو ښایسته ده. سایت خبری، فرهنگی، معلوماتی و آموزشی توریالی وزیری د ليکنې د بشپړې لوستنې لپاره دلته کلېک وکړي |
|
متلونه د یوې ټولنې پوهې او عقل د ژورتيا ښکارندوي دي. متـلونه د یوې ټولنې د پېړیو پېړیو اړوند او ارزښتمند میراث دي. له همدې لحاظ چې متلونه د یوې ټولنې دپوهې او عقل د ژورتیا او د پېړیو پېړیو ارزشمند میراث دي، په ډېرو داسې ټــولنــو کې چې هلته موضوعه قوانین مینځ ته نه دي راغلي د ټولنې معضلات په معقولو منل شوو متلونو حل او فصل کیـږي. دا حالت مونـږ د اروپا په هېـوادونو کـې خصوصـاً د کنتي ننتال اروپـا پـه قـدیمو جرمني ټــولـنو کې لیدلي شـو، چې وړانـدې له اوسنیو موضوعه قوانینو هلته همده متــــلـونــه د دعاویو په حل او فصل کې په کارول کېدل. د کوږ په هېواد کې هم هلته چې پـه قـبـیـلي ټـولنو کې کله کله منازعات په محدوده ساحه کې پېښیږي دمنـاسب متــــل راوړل داسې یو حــکم لري لکه چې څوک یخې اوبه بل شوي اور ور تویې کړي. |
|
لومړي پاڼه د وبلاګ د مدیر پروفيل برېښنا ليک د وبلاګ زېرمتون د وبلاګ د مطالبو سرليکونه |
| د وبلاګ په اړه |
معلوماتي، ترفند کمپیوتر، ترفند موبایل، ترفند انترنت و دنیای دیجیتال.
وړيا نازک توکي (سافټ ويرونو) ډونلوډ، پرانیستې سرچينې يعنې ''اوپن سورس'' ادبی، پشتو شعرونه، پښتو هيکوګانې، لنډې کيسې، لنډی او پښتو متلونه - اشعار دری، معلوماتي ټېکنالوجي، وړيا نازک توکي (نرم افزار)، پښتو او دري شعرونه، لنډی، متلونه، ټوکې، آموزش کمپیوتر، معلوماتي، پکتيکا ولايت، برمل ولسوالي، ګل کوټ، وزيرستان عکسهای طبیعت، حیوانات و بازی ګران - والپیپر |
| پخواني ليکنې |
|
90/10/01 - 90/10/30 90/03/01 - 90/03/31 89/12/01 - 89/12/29 89/09/01 - 89/09/30 89/01/01 - 89/01/31 88/12/01 - 88/12/29 |
| تړاوونه |
|
Torialai Waziry.com YotuTube - TorialaiWaziry's Channel Torialai Waziry.com - Useful Links Picasa Web Albums - Torialai Waziry |
|
RSS
|